خبرونهټولنه

په پروان کې زرګونو بې وزلو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د غوايي١٨مه، باختر

د خوړو نړیوال سازمان د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ پرون په دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو د نغده مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.

د پروان د کليو د بيا رغوني او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبريال  ته وويل: ټاکل شوې ده چې د خوړو نړیوال سازمان له خوا په دغه ولايت کې پر څه د پاسه ۱۸ زره ۵۰۰ اړمنو کورنيو نغده مرستي ووېشل شي او دغه نغده مرستې به شپږ مياشتې دوام وکړي .

هغه وويل چې پر هرې کورنۍ ۵۷۰۰ افغانۍ ووېشل کېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته