خبرونهټولنه

په پروان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

– کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر

په پروان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یوې شبکې په جوړېدو سره به لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

د پروان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د دریو میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې یې پرون پیل شوې دي.

د پروان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس له پروژو څخه څارنه خپل مسوولیت وباله او

له تطبیق کوونکو شرکتونو او موسسو څخه یې وغوښتل چې پروژه د پروپوزل مطابق تطبیق کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته