ټولنه

په پروان کې سلګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
په پروان کې نن پر څه دپاسه ۵۰۰ بې ځايه شويو کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل شول.
د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس عبدالواحد کريمي باختر آژانس ته وويل چې دغه رياست د پروان د سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ پر څه دپاسه ۵۰۰ اړو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل.
دغه مرستې پر هغو کورنيو ووېشل شوې چې د وروستيو ناامنيو او جګړو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوې او د دغه ولايت په امنو سيمو کې ځاى پرځاى شوې دي.
د پروان والي فضل الدين عيار د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې وويل: له غوربند څخه سلګونه کورنۍ د جګړو او د طالبانو د ظلم او وحشت په دلیل بې ځايه شوې دي.
د پروان والي له یادو کورنيو سره د خيريه بنسټونو او شتمنو کسانو د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته