ټولنه

په پروان کې سيلاونه راووتل .

کابل باختر دچنګاښ ٢٦ په پروان کې مقاماتو ددغه ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې دسيلاونو دراوتلو خبر ورکړ . دپروان دولايتي شورا غړي قاري عبدالرحمن دباختراژانس خبريال ته وويل: په سرخ پارسا ولسوالۍ کې سيلاوونو په سلګونو جريبه ځمکه او کابو شپږ کيلومتره سړک ويجاړ، په سلګونوڅاروي يې له منځه وړي او زياتره مواصلاتي لارې تړلي دي . دپروان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس محمد امين حيدري هم وويل چې دغو سيلاوونو خلک په بې ساري ډول زيانمن کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته