ټولنه

د واورې د وروستيو ورښتونو له امله شپږويشت تنه ووژل شول

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
په فارياب ولايت کې د واورې د وروستيو ورښتونو په نتيجه کې شپږ ويشت تنه ووژل شول.
د فارياب والي سيد انور سادات باختر آژانس ته وويل چې د واورې د وروستيو ورښتونو له امله د بلچراغ، پښتونکوټ، اندخوى او د قرم قل په ولسواليوکې د شپږويشتو تنو په وژل کيدو برسيره نهه تنه نور ټپيان شوي دي چې په وژل شويو کسانوکې يوه ميرمن او دوه تنه ماشومان هم شامل دي او د ولايت په کچه د استوګنې څه ناڅه پنځه سوه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ويل کيږي د ځمکې پرمخ د واورې اندازه شپيتو سانتي مترو ته رسيږي چې په تيرو ديرشوکلونوکې بې سارى دي.
ديوبل خبرله مخې :
هغه شپيته موټرونه چې د ميمنې ښار او د خواجه سبز پوش ولسوالۍ ترمنځ بند پاتې وو؛ د ميمنې ښاروالۍ او د فارياب ولايت د فوايد عامې د رياستونو او د ملي پوليسو د هلوځلو په نتيجه کې وژغورل شول.
سادات زياته کړه: د دغې طبيعي پيښې له امله شل زره څاروي هم له منځه تللي دي.
د بيړنيو حالاتو کميټې د زيانمنو شويوکسانو د سروې او له هغوى سره د مرستې په خاطر خپل فعاليتونه پيل کړي دي.
د فارياب د والي دڅرګندونو له مخې: ښايي د تلفاتو شمېر له دې څخه زيات وي، ځکه د مرستندويو اداروکارکوونکو نه دي بريالي شوي چې زياتو سيمو ته لاړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته