کابل / د غوايي ۲۶ مه / باختر
د پروان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې شپږ تنه د نشه يي توکو قاچاق په تور نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د دویمې حوزې په مربوطاتو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو پنځه کیلو ګرامه تریاک ډوله نشه يي توکي له شمال څخه کابل ته قاچاق کول.
ع