کابل، د زمري ٢مه، باختر
د پروان د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د ګلبهار د دوبندي د کلي په روغتيايي کلينيک کې د يوې څاه په کيندلو سره نږدې ٢ سوه کورنيو او دريو جوماتونو ته پاکې اوبه برابرېږي.
د پروان د کليو، بيا رغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په مرکز او ولسواليو کې په انډوليز ډول بنسټيز او پرمختيايي کارونه ترسره کړي.
د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست د انجينري خدمتونو لوى مدير انجينر عبدالکريم وويل، دغه څاه د يونيسف موسسي له خوا د خلکو په لس سلنې ونډې سره د ٤ ميليونو ٢٧٩ زرو افغانيو په لګښت کيندل شوې ده.
\ ذ