ټولنه

په پروان کې ٢٨٠ کورنيومرستې ترلاسه کړې

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د شهيدبابه مزاري خيريه بنسټ پرون  په  پروان کې د څه دپاسه  ٢٨٠سېلاو ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ استازي ډاکټر محمد اصف حکمت باختراژانس ته وويل چې په استراليا کې مېشتو افغانانو د پروان په هرې سېلاو ځپلو کورنيو يوه شړۍ، يو ډبلى غوړي، او يو بورء وريجې او يوکارتن مکروني وويشل .
د پروان والي فضل الدين عيار د دغو مرستو د ويشلو په خاطر د شهيد بابه مزاري  له خيريه بنسټ څخه  مننه وکړه او په هېواد کې  له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستندويو بنسټونو د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته