کابل / د لړم ١۳مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پروان کې پر ۵٠٠ بېوزلو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل.
د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست سرپرست مولوي محمد ابراهيم ميا وويل چې دغې ادارې پر هرې کورنۍ يوه بوړۍ اوړه، دوه نيم کيلوغوړي، ۵ کيلو بوره، صابون او جامې ووېشلې.
د دغو مرستو ارزښت چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له بودجې څخه چمتو شوې وې، يو مليونو ۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.
صفي الله اخندزاده، الف الدين او سجاد د دغو کورنيو په استازيتوب د مرستو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او له بېوزله کورنيو سره يې په ژمي کې د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ج-ا