کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د پروان د کویډ ۱۹ ولایتي روغتون مسوولینو په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ.
د پروان د کویډ ۱۹ روغتون مسوول ډاکتر عبدالحمید عالمي ژکفر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې کرونا هغه ناروغي ده چې د انسانانو ژوند ګواښوي او په ټولنه کې د یو خطرناک ویروس په توګه پېژندل کېږي او هره شیبه پرې د خلکو د اخته کېدو امکان شته. ډاکتر عالمي زیاته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتوکې د کرونا ناورغۍ له ۵۲ پېښو څخه چې په دغه رغتون کې آزمایښت شوې دي، ۱۸ پېښې مثبتې تشخیصې شوې دي.
ژکفر ناروغانو ته د دغه ویروس د تشخیص او درملنې په برخه کې ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د پروان د کویډ ۱۹روغتون د سوېډن له بودجې څخه تمویلېږي.
ع