خبرونهاقتصادټولنه

په پروان کې پینځه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغورل شوه

 کابل، د غوايي۳۱ مه، باختر

د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې هغه (۵) جریبه ځمکه له غصب راوګرځوله چې یو هېوادوال ته په اجاره ورکړل شوې وه.

یاده ځمکه تر غصب وړاندې یو کس ته په اجاره ورکړل شوې وه، چې بیا ځینو غاصبینو ترې غصب کړې وه، خو د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په هڅو له غصب څخه خلاصه، او بېرته مستأجر ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده چې یاده ځمکه د پروان ولایت د مرکز چاریکارو اړوند په (اغېل) کلي کې موقعیت درلود.

د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست همدارنګه خبر ورکړی چې، په مرکز او ولسوالیو کې يې د غاصبینو نوملړ ترتیب کړی او د یاد ولایت د والي دفتر ته یې استولی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې به غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو ژغوري او غاصبین به يې قضايي اورګانونو ته ورپيژني.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته