خبرونهامنیت

په پروان کې څلور تنه د بیلا بیلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر

د پروان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اوومې حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند قاري کامران زید باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د وژنې او غلا په تور نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په پروان کې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته