امنیت

يوديرش تنه مشکوک کسان په لوګر کې ونيول شول

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
يو ديرش تنه پرون  دلوګرولايت د محمداغې په ولسوالۍ کې له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح  باخترآژانس ته وويل  دغه کسان له طالبانو سره دهمکارۍ په تور د  لوګر  ولايت د  محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو  کې دافغان  ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
صالح  زياته کړه درې ماينونه هم له دغې ولسوالۍ څخه کشف اوشڼدکړاى شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته