خبرونهامنیت

په پروان کې ۲۵۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمنو په تور نیول شوي دي

 کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر

د پروان امنیه قوماندان ملا عزیز الله عمر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغه ولایت کې یې په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۵۰ تنه د بېلا بېلاو جنايي جرمنو په تور نیولي دي.

ملا عزیز الله د پروان وګړو ته ډاډ ورکړ، چې د سر او مال ساتنه به یې کوي.

په ورته وخت کې د پروان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر محمد کامران زید وايي، چې دغه کسان د وژنې، غلا، اخلاقي فساد، د نشه يي توکو قاچاق، خپلمنځي شخړو او نورو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه ۳۰۶ ټابلیټ کا ګولۍ، ۱۹ ګرامه هیروین، ۱۴۵۲ ګرامه ښېښه، ۸۰ ګرامه چرس، یو کیلو ګرام آپين او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په پروان کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته