خبرونهامنیتټولنه

په پروان کې ۲۵ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده

 کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر

مسوولین د پروان په سید خېلو ولسوالۍ کې د ۲۵ کلنې قومي دښمنۍ د پای ته رسېدو خبر ورکوي.

د پروان د سيدخېلو ولسوال مولوي معشوق الله منصور د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په حمزه خېلو کلي کې دوه کورنۍ چې له ٢٥ کلونو راهيسې دښمني لرله، پرون د دغې ولسوالۍ د مشرتابه، سپين ږیرو او د کلي د ملک په منځګړيتوب دغه دښمني پاى ته ورسېده.

د پروان ولايت د سيد خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي عبدالحق حق پرست د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د سولې، پخلاينې، اخوت  او ورورولۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د جګړې ناوړه پايلو يادونه يې هم  وکړه.

د دغه  کلي د اوسېدونکو په وينا، دغه شخړه نه يوازې د دوو کورنيو ترمنځ، بلکې ټول کلي ترمنځ وه او نږدې خپلوانو يې د يو بل په ملاتړ زياتې دښمنۍ پيل کړې وې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته