خبرونهټولنه

په پروان کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د چنګاښ ۱ ، باختر

د جاپان د (اې، اې، آر.) موسسې د پروان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ  نن د دغه ولایت د سیا ګرد او غوربند په ولسوالیو کې پر۴۰۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د پروان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه کورنۍ مخکې د پروان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري سروې او پېژندلې شوې وې.

د جاپان د (اې، اې، آر.) موسسې پرهرې کورنۍ ۱۰۰ کیلواوړه ، ۴۸ کیلو وریجې، دال، بوره، چای، غوړي، صابون او مالګه ووېشل.

صادق له خیریه او مرستندویو بنسټونو څخه د پروان د خلکو لپاره د زیاتو مرستو د همکاریو غوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته