ټولنه

په پلخمري کې زياتره ځوانان د حرفې زده کړې ته مخه کوي .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
په بغلان ولايت کې  دحرفوي زده کړو په مرکزونو کې دزده کوونکو دمنلو شمير درې برابره زياته شوې ده .
دبغلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رييس  باختراژانس ته وويل  اوس  دوه سوه تنه ځوانان  چې په سلو کې څلويښت ښځې  او نجونې دي د حرفوي زده  کړو په مرکزونوکې  په زده کړه بوخت دي .
په همدې حال کې دبغلان ولايت دکار او ټولنيزو چارو رياست  دزده کړې دمرکز يو فارغ عبدالحميد جوان  وايي  چې تيرکال دموبايلو دترميمولو له څانګې څخه  فارغ شوى دى .
دى اوس دپلخمري ښار په څلور لاره کې په يوه کوچنى ورکشاپ کې دموبايلو په ترميمولو بوخت دى .
ده  دموبايلو  د ترميمولو دزده کړې  د زمينې دبرابرولو په اړوند دکار او ټولنيزو چارو له رياست څخه  په قدرداني سره وويل چې  خپلې زده کړې په نيمه عالي ډول پاى ته رسولي دي او له هلوځلو سره سره  دکار په موندلو بريالى نه شو . خو دموبايلو دترميمولو دحرفې په زده کړې سره اوس دکار خاوند شوي يم او هره ورځ  څه ناڅه  يو زرو پنځه سوه افغانۍ عايد لرم .
  ختم_ ج _ اکرم

                                                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته