کابل /د لرم ١٦مه /باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ليکو د تصفيې کمېسيون مسوولين له ملګري هيئت سره بلخ ته ورسېدل.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبټ د بلخ د والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د استخباراتو د لوى رييس او د صفوفو د تصفيې کمېسيون د مرستيال ، د سرحدي پوليسو رييس اود صفوفو د تصفيې د کمېسيون مرستيال ، د ملي دفاع وزارت دعمومي پلټونکي د مزارشريف د قول اردو د قوماندان، د تصفيې د کمېسيون دغړو،د ولايتي مسوولينو اود بېلابېلو امنيتي برخو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه مولوي قدرت الله ابوحمزه د اسلامي امارت د مجاهدينواود تصفيې د کمېسيون د مشرتابه له هلوځلو قدرداني وکړه اوهغه يې د مجاهدينو په ليکو کې د شفافيت اود امنيت د تامينولو په لاره کې مهم او ارزښتناک وباله.
د بلخ والي د دلګي مشرانو او پوځي قوماندانانو ته په اشارې سره وويل: هيڅکله کوښښ ونه کړي چې مفسد او استفاده کوونکي افرادوته په خپلوليکوکې ځاى ورکړي.
د استخباراتو عمومي رييس اود تصفيې د کمېسيون مرستيال مولوي عبدالله عزيزي د تصفيې د کمېسيون اصلي هدف د مجاهدينو ميړانې اوسرښندنې درناوى وباله او ويې ويل موږ هلې ځلې کوو هغه مفسد کسان چې د مجاهدينو په جامو کې د خلکو د ځورونې سبب کېږي له خپلوليکو لرې کړي.
هغه د امنيتي برخو له ټولومسوولينو وغوښتل چې د دغه کمېسيون له غړو سره همکاري وکړي.
دغونډې په پاى کې د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپلټونکى الحاج مولوي لطيف الله حکيمي په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ د بهرنيوځواکونود ماتې اود افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونودمدبرانه برياليتوب يادونه وکړه، د افغانستان د اسلامي امارت له مجاهدينو يې وغوښتل چې د خلکود امنيت د تامينولو او د نظام د ساتنې لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي
د ملي دفاع وزارت سرپلټونکى زياته کړه په هېواد کې ټول ميشت قومونه سره ورونه دي او بايد له ټولوخلکو سره ښه اويوشان چلند وکړي.
دهغه د څرګندونوله مخې ؛ د شيعه اوسني د مذهب پيروان اوهندوان په افغانستان کې د يوې کورنى دغړي په شان د يوبل ترڅنګ ژوند کوي اود اسلامي امارت مجاهدينو هغوى ته د ارام ژوندانه زمينه برابره کړې ده.
حکيمي د ملکي خدمتونو ټولوکارکوونکوته ډاډ ورکړ چې له اندېښنې پرته خپلو دندوته حاضر شي ،اسلامي امارت مجاهدين دهغوى امنيت تامينوي.
ج-ا