امنیت

په پلچرخي جيل کې دحالت عادي کيدل .

کابل باختر د وږي اوولسمه : دپلچرخي جيل لوى رييس ډګروال زلمي منګل وايي چې دپلچرخي جيل حالت عادي شوى دى . ده يادونه وکړه هغو بنديانو چې دپلچرخي جيل په دريم ، څلورم او شپږم بلاکونو او دزون په بلاک کې شپې سبا کوي دروان کال دوږي دمياشتې په پنځلسمه نيټه دپنجشنبې په ورځ په اړو دوړ لاس پورې کړ او دبنديانو او دجيل دساتوونکو ترمنځ نښتې دڅو ساعتونو لپاره دوام وموند . دجيل مسوولانو داړو دوړ دليل دبګرام جيل ته دنورو بنديانو دليږدنې له امله ويره وبلله . دپلچرخي جيل لوى رييس وايي چې يوشمير بنديان مودجمهور رييس په امر دبګرام جيل ته وليږدول . يو زيات شمير بنديانو په دې دليل چې ګنې هغوى دبګرام جيل ته ليږدو په اړو دوړ لاس پورې کړ . ده زياته کړه چې همدا اوس په پلچرخي جيل کې حالت عادي شوى دى اوبنديانو او دجيل ساتوونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى . په جيل کې اړو دوړ په داسې وحت کې پيل شو چې يوشمير بنديان دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو او دطالبانو او داعش په ډلو کې دغړيتوب په شان ددرندو جرمونو په دليل دبګرام جيل ته وليږدول شول په پلچرخي جيل کې څه دپاسه لس زره تنه بنديان شپې سبا کوي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته