روغتیا

په پنجشر کې زرګونه ماشومان واکسین شول

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له ۵ کلنۍ ښکته ۱۹ زره ۱۵۰ ماشومان واکسین شول.
د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسد الله نجات د باخترآژانس خبریال ته وویل په هغه ۴ ورځني کمپاین کې چې د دغه ریاست له خوا ترسره شو، د پنجشېر په مرکز بازارک ښار او۷ ولسوالیو کې دغه ماشومان واکسین شول.
د پنجشیر د عامې روغتیا رییس وایي چې پر ۲۲ روغتیایي مرکزونو واکسین او نور طبي تجهیزات وېشل شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته