اقتصاد

اتيا مليونه ډالره ليلاميږي

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٧ :
مرکزي بانک اتيا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوي ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دلړم  دمياشتې په   شلمه اودرې ويشتمه نيټه  دشنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې اتيا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوي مديريت کې تحويل کړي دي  بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کېږي چې دداوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په نهو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په نهه نيموبجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پوري يې لس زره ډالره  دتضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دى تحويل کړي کولاي شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسې تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته