ټولنه

په پنجشيرکې د رسنيو پرخلاف هيڅ ګواښ نشته

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
په پنجشير ولایت کې د رسنيو پرخلاف هيڅ راز ګواښ نشته .
د پنجشير ولايت مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د رسنيو پرخلاف هيڅ راز ګواښ نشته .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه ټکي د دولتي او خصوصي رسنيو مسوولينو په هغې غونډه کې چې نن د خبريالانو د خونديتوب په نامه جوړه شوې وه، بیان کړ.
په دې غونډه کې د پنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي د خبريالانو او د رسانه يي بنسټونو د خونديتوب په باب وويل چې د رسنۍ د بشري ټولنې نه بيلدونکې برخه ده او حکومت د قانون له مخې دهېواد د ټولو خلکو په تېره بيا د خبريالانو چې زيات زيانمونکي دي، د ځان د ساتنې مسوول دى .
صديقي زياته کړه چې د پنجشر ولايت سيمه ييزو مسوولينو تل د رسنيو ملاتړ کړى دى او د رسانه يي بنسټونو په تېره بيا له خبريالانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو کاري چاروکې دقت او ناپيلتوب رعايت کړي   .
ده امنيتي او کشفي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د خبريالانو او د رسانه يي بسنټونو مصوونيت ته دې تل جدي پاملرنه وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته