لښکر ګاهباخترد زمري ١٣ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معينيت خبرتيا!
د ځوانانو چارو معينيت دهغه تفاهم له مخې، چې له يوشمېر خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو له موسسو سره يې لري په مياشتني فيس کې له شلو څخه تر پنځوسو پورې په تخفيف سره د روان کال د مني سمستر لپاره د ځوانانو په معرفي کولو پيل کړى دى .
د لوړو زده کړو په دغو موسسو کې د ميوند، پيام، پيشګام، غرجستان، علامه ابوريجان، خاتم النبين او د غازي امان الله خان پوهنتونونه او د رازي، ازهر، قلم، افغان پامير او د لوړو زده کړو يوشمېر نورې موسسې هم شاملې دي.
مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې او له دغه تخفيف څخه د ګټې په خاطر له دوو عکسونو او د تابعيت د تذکرې له فوتوکاپي سره په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو د مصوونيت او روزنې رياست ته ورشي .
دغه راز د زياتو معلوماتو لپاره کولاى شي دغه ايمل آدرس وګوري
[email protected] اويا له ٠٧٤٧٠٠٨٩٠٠تيلفون سره اړيکه ونيسي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل