کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د پنجشېرد پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست پرون د دغه ولايت په مرکز بازارک کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنيو مرسته ووېشله.
هغه په ورته وخت کې وويل، چې د درې ورځني پروګرام په ترڅ کې د پنجشېر په ٧ ولسواليو کې له ١٧٠٠ اړمنو کورنيو سره مرستې پيل شوې او پر هرې کورنۍ يوه یوه بورۍ اوړه ووېشل کيږي.
هغه زياته کړه، د خوراکي توکو دغه مرسته د پېښو په چارو کې د دولت وزارت له مرستو څخه ده چې وړاندې پنجشيرته لېږدول شوې وه.
\ ذ