ټولنه

په پنجشیرکې په یو سوپرمارکیټ کې اور ولګېد

کابل / د سلواغی / ۱۹ / باختر
د پنجشیر د رخې ولسوالۍ په قابضانوسیمه کې تېره شپه په یوسوپرمارکیټ کې اور ولګېد.
د پنجشیر د رخې ولسوال قاري عبدالجلال فیصل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه اورلګېدنه د برېښنا د شارتی له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه ، دغه اورلګېدنه د سرزیان نه لري خو د سوپرمارکیټ خاوند ته زیات مالي زیان اوړولی دی.
هغه وویل چې د دوکانونو او سوپرمارکیټونو خاوندان د ژمې په فصل کې د دغه شان پېښو د مخنیوي په خاطر زیانمنونکو سیمو ته پاملرنه ولري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته