کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر
د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د عبدالحبیب په نامه یو قومندان له خپلو ۱۴ تنه کسانو سره د اسلامي امارت له ځواکونو سره یو ځای شو.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نصرالله ملک زاده باخترآژانس ته وویل چې دغه قوماندان او کسان یې د خنج ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره یو ځای شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دوی د دغې ولسوالۍ د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب له امنیتي ځواکونوسره یوځای شول.
هغه وویل چې قوماندان عبدالحبیب او افرادو یې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو پرخلاف هېڅکله جګړه نه کوي او د اسلامي امارت له ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کوي.
ع