کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر
د W.S.T.A موسسې د W.F.P موسسې په مالي ملاتړ او د پنجشیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په مرسته د دغه ولایت په مرکز بازارک کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پنجشير د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر محمد عزيز محمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې او د W.S.TA.A موسسې له خوا د WFP په مالي ملاتړ مرسته ووېشله.
په وينا يې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي،دال، مالګه د خوارځواکۍ اوړه شامل دي.
په ورته وخت کې له دې مرستو څخه برخمنې شوې کورنۍ خوښي څرګنده کړه او له مرستندویو بنسټونو یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
ع