کابل / د وري ۳ مه / باختر
د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست د چاپیریال ساتنې مدیریت پرون د دغه ولایت له بازارونو څخه د خوراکي توکو د را ټولولو کمپاین پیل کړ.
د پنجشیر د عامې روغتیا رییس ډاکټراسدالله نجات باخترآژانس ته وویل چې په دې کمپاین کې د عامې روغتیا ریاست سربیره د چاپیریال ساتنې، کرنې ، ښاروالۍ او د روغتیايي قوانینو د څېړنې مدیریت او د فارمسي ادارې ګډون لري.
هغه زیاته کړه چې په دې څو ورځني کمپاین کې ټاکل شوې ده ټول تاریخ تېري خوراکي توکي د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه را ټول کړای شي.
ع