خبرونهروغتیا

په پنجشیر کې د حیواني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل شو

کابل / د غوايي ۲۹ مه / باختر

د پنجشیر د کرنې ریاست د حیواني روغتیا لوی مدیریت د دغه ولایت په مرکز بازارک کې د حیواني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پرون پیل کړ.

د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ادارې رئیس حافظ عبدالمجیب مشفق د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دې کمپاین کې د طویلو د درمل شیندلو ترڅنګ څاوري هم د اکتیو ترای کلوروفان په درملو سره ضد عفوني کېږي.

هغه وویل چې دغه کمپاین د یاد ریاست د حیواني روغتیا ساتنې لوی مدیریت له لوري ترسره شوی.

هغه وویل چې ټاکل شوې ده دغه کمپاین د پنجشیر د اوه ګونو ولسوالیو په کچه هم پیل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته