خبرونهټولنه

په پنجشیر کې د کرنیزو کانالونو د پاکولو کار دوام لري

کابل، د زمري ۵ مه، باختر

په پنجشیرکې د کرنیزو او د څښاک اوبو د کانالونو د پاکولو کار دوام لري.

د پنجشیر له طبیعي پېښوسره د مبارزې رئیس احمد ضیا یزداني باختر آژانس ته وویل، چې د دغو کانالونو د پاکولو کار د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري.

هغه وویل، چې دغه کانالونه په دغې ولسوالۍ کې د سېلاوو له امله وېجاړ شوي او بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره د دغه ولایت د مشرتابه په لارښونه د دغو کانالونو د بیا رغولو او ترمیمولو کار  له څو ورځو را په دې خوا پیل شوی او ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې بشپړشي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته