ټولنه

په پنجشیر کې روزنیز سیمنارجوړشو

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوار ځواکۍ د مخنیوي لپاره د روزنیز سیمنار د جوړولو خبر ورکړ.
د پنجشیر د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسدالله نجات باخترآژانس ته وویل چې دغه روزنیزسیمینار د نجات د پراختیا د بشردوستانه موسسې ( ار.اچ.دی.او) له خوا د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړشوی دی.
هغه زیاته کړه دغه سیمینار د پنجشیر د مرکز بازارک ښار او د ۷ ولسوالیو د روغتیایی مرکزونو د خوارځواکۍ د برخې ۱۹ نارینه ډاکټرانو پکې ګډون کړې و؛
هغه زیاته کړه چې دغه سیمینار به درې ورځې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې ده دغه سیمینار په راتلونکي کې هم ښځینه ډاکټرانو ته هم جوړشي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته