خبرونهټولنه

په پنجشیر کې سېلاوونو زیات مالي تاوانونه اړولي دي

کابل، د زمري ۲ مه، باختر

سېلاوونو پرون د پنجشیر په خنج او آبشار ولسوالیو کې ډېر مالي تاوانونه اړولي دي.

د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نصرالله ملکزاده باختر آژانس ته وویل، چې د دغو سېلاوونو له امله په دغو ولسوالیو کې د لسګونو جریبه ځمکې حاصلات له منځه تللي، او د استوګنې کورونه، پلونه، پلګي د اوبو لګولو کانالونه،  د اوبو د برېښنا کوچنۍ دستګاوې، عمومي سړک او دوکانونه وېجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه زیانونه د خنج ولسوالۍ خارو او برجمن په کلیو او د آبشار ولسوالۍ په قلندر سیم کې رامنځته شوي دي.

هغه دغه راز د خنج ولسوالۍ د برجمن په کلي کې د غره د ښوېدو له امله د پنجشیر عمومي سړک د بندېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دغه سړک د پرانیستلو کار پیل شوی دی.

د یوبل خبر له مخې؛ سېلاوونو په پروان کې سخت مالي زیانونه اړولي، چې له امله یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د استوګنې لسګونه کورونه او د اوبو بندونه ویجاړ شوي دي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته