خبرونهټولنه

په پنجشیر کې په لسګونو بې سرپرسته ماشومانو ژمنۍ جامې تر لاسه کړې

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د پنجشیر د درې ولسوالۍ مسوولینو په دغه ولسوالۍ کې پر لسګونو بې سرپرستو ماشومانو د ژمنیوجامو د وېشلو خبر ورکړ.
د پنجشیر د درې ولسوال مولوي نور الله منوري باخترآژانس ته وویل چې دغه مرستې د یونیسف د دفتر له خوا د ماشومانو د ساتنې شبکې په همکارۍ په ۳۰ بې سرپرستو ماشومانو ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه په دغه مرستو کې جمپرونه، خولۍ، جرابې، دستکشې، د غاړې دستمالونه، بلوزونه، بنیانان او کوښې شاملې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته