امنیت

په پنجشېر کې د اسلامي امارت ۵ مخالفان وژل شوي

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
په پنجشېر کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې د دغه ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر ټپي شوی او پنځه نور ملګري یې وژل شوي دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ ځواکونو یې د پروان له لارې هم پر پنجشېر بریدونه پیل کړي چې څو تنه مخالفان یې نیول شوي هم دي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په نښتو کې د مخالفانو دوه چاینداره ټانکونه، یو ۸۲ ملي متري توپ، یو زغروال ټانک، یو هایلکس او زیاته اندازه مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته