سیاست

په پنجشېر کې د شهید اوونۍ د نمانځلو په خاطر چمتووالي نیول شوي دي

 کابل/ د وږي ۱۸مه / باختر
د پنجشېر مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د شهید اوونۍ د نمانځلو او د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود د شهادت د نولسم تلين په خاطر چمتووالي نیول شوي دي.
د پنجشېر د والي مرستیال محمد امین صدیقي د باختر آژانس خبریال فیاض رحیمي ته وویل چې د بنرونو، بیرغ، د تورو ټوکرانو د درولو او د میلمنو لپاره د خوراکي توکو برابرول هغه چمتووالي دي چې مخکې نيول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د ګلانو ګېدۍ د ايېښودولو مراسم او نور فرهنګي پروګرامونه به د دغه ولایت مرکز بازارک ښار ته څېرمه د هېواد د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود په آرامګاه کې په امنه فضا کې ترسره شي.
هغه وویل: ټاکل شوې ده دغه مراسم سبا په پنجشېر کې پرځاى شي.
په دغو مراسمو کې به د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب نندارتون جوړ کړي او دغه راز د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست به د وینې د راټولولو بهیر ترسره کړي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته