ټولنه

په پنجشېر کې د فاتحې اخيستلو یو سالون ډېر ژر پرانیستل کېږي

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د پنجشېر د لومړۍ برخې ولسوالۍ د فاتحې اخيستلو یو سالون د بشپړېدو په درشل کې دی.
د دغې پروژې مسوول انجنیر مجتبی باختر آژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د جمهوري ریاست له بودیجې څخه د څه دپاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت په۶٠ مربع متره ځمکه کې په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږې او په یوه وخت کې به د ۲۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري.
هغه وویل چې دغه پروژه له کوچني اختر وروسته پرانیستل کېږې.
پاى /اشرفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته