![Ps202406234](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406234-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۳ مه، باختر
د پنجشېر د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د والیبال فدراسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې دي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت یو مسوول مولوي عبیدالحق ظهیر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د مرکز بازارک د جنګلک کلي په لوبغالي کې د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې دي.
د یو بل خبر له مخې، د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې هم د ۹ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سیالۍ د شاخه نبات لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د مسوولینو له لوري ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل شوې دي.