کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د هېواد په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزلې له امل وژل شویو کسانو فاتحه په پنجشېر کې واخیتسل شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د پنجشېر د شتل ولسوالۍ د کورابې کلي په جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د فاتحې مراسم د دغې ولسوالۍ د مسوولينو، محتسبینو او لمونځ کوونکو په ګډون ترسره شول.
د پنجشېر د شتل ولسوالۍ د امربالمعروف او نهي عن المنکر آمر مولانا احمد شاه د فاتحې په دغو مراسمو کې وويل چې زلزله يو طبيعي پېښه ده چې د الله تعالى له لوري د خپلو بندګانو د ازمايښت په موخه رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه، هغه کسان چې په دې ډول پېښو کې خپل خوږ روح له لاسه ورکوي، د شهادت درجې ته رسېږي.
د فاتحې په پای کې ګډونوالو د طبیعي پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه او ټپیانو ته یې د لوی خدای له درباره د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.
ع