خبرونهټولنه

په پنجشېر کې سېلاو ځپلو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د زمري ۵ مه، باختر

د پنجشیر د سرې میاشتې ریاست پرون د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې پر ٢٢ سېلاو ځپلو کورنيو غیر خوراکي توکي ووېشل.

د پنجشېر ولايت د سرې میاشتې رئیس عبدالرحمن کلانتري باختر آژانس ته وويل، چې د دغه رياست له خوا په هرې سېلاو ځپلې کورنۍ خيمې، شړۍ، د پخلنځي لوښي، ترپالونه او د اوبو بوشکې  ووېشل شوې.

د يو بل خبر له مخې، د پنجشېر ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست هم په خنج ولسوالۍ کې پر ٢٣ سېلاو ځپلو کورنيو خوراکي توکي وېشلي.

د پنجشېر ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس احمد ضياء يزداني وويل، چې د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې یې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ وريجې او اووه کيلو ګرامه مۍ وېشلي دي.

په یو بل خبر کې ویل شوي، د پنجشېر په رخې ولسوالۍ کې پرون د ښار د پاکوالي او پاک ساتلو په موخه عمومي حشر وشو.

د پنجشېر ښاروال رحمت الله محمدي وويل، چې په دې حشر کې د يادې ادارې ټولو کارکوونکو، د امربالمعروف او نهي عن المنکر آمریت کار کوونکو او کارګرانو او هټيوالو برخه اخيستې وه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته