خبرونهټولنه

په پنجشېر کې له مالدارو کورنيو سره نغده مرسته وشوه

کابل / د ثور ۴ مه / باختر

د ناروې کمېټې د پنجشېر په آبشار ولسوالۍ کې پر ۱۳۰۰ مالدارو کورنیو نغده مرسته ووېشله.

د پنجشير د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې  ناروې موسسې په ابشارو ولسوالۍ کې پر ۱۳۰۰ مالدارو کورنیو نغده مرسته ووېشله په خبره یې پر هرې کورنۍ ۵۰ ډالره وېشل شوي دي.

هغه  وويل چې دغو کورنيو ته له دې مخکې  هم ۲۰۰ کيلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي هم وېشل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، (بلیو.اف. پي) موسسې  پرون  هم په پنجشېر کې پر ١٥٠٠ اړمنو کورنيو نغده مرسته وېشلې ده.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته