خبرونهټولنه

په پنحشير کې له سلګونو اړو کورنيو سره د سرې مياشتې مرسته

کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:

په پنجشيرکې په سلګونو اړې کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شوې.

دغه کورنۍ چې په  پريان ولسوالۍ کې ژوند کوي د بېوزلۍ او وزګارتيا  له امله          له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.

د پنجشير د پريان ولسوال قاري حقمل مجاهد باخترآژانس ته وويل: په دې پړاو کې شپږسوه کورنيو اوړه، غوړي،بوره، لوبيا، چاى او بسکيټ ترلاسه کړل.

دغه راز په پنجشير کې د سرې مياشتې اداره وايي چې په  پنجشيرکې به  له اړو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته