امنیت

په پنځلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .

 اتيا کيلو ګرامه اپين او وسلى ترلاسه شوې .

 دکندهار ولايت   په غورک ولسوالۍ کې  پرون د ٢٠٥ اتل قول اردو دسرتيرو  په عملياتوکې اتياکيلوګرامه  اپين او يوه اندازه  وسلى کشف او ترلاسه شوې .

  د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو عملياتوکې چې دملي اردو دځواکونو له خوا دزمري په نامه دکندهار ولايت دغورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شول په دغو موادو  سربيره څلور کلاشينکوفونه ، يو دوربين او دتوپ اته ګولۍ هم  ترلاسه شوي دي

 ديوبل خبر له مخې  په پنجوايي ولسوالۍ کې په پنځلس   جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .

   دکندهار ولايت  مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ : د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دمديريت  منسوبينو دپنجوايي ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو په همکاري دعملياتو په ترڅ کې  په دغې ولسوالۍ کې  په پنځلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې  دغه عمليات دوه ورځې مخکې دپنجوايي ولسوالۍ  په مربوطاتوکې  دکوکنارو داړولو په مقصد پيل شوي و .

 په يوبله  پيښه کې دکندهار ولايت  دريګستان ولسوالۍ پوليسو  څلور شل کيلويي بوشکې  چاوديدونکي توکي  کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته