ټولنه

په پکتياکې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله ١٥ تنه تپيان شول

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
په پکتيا کې د يوې کورنى ١٥ تنه غړي د ګازود ډبې د چاودنې له امله تپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه په ګرديز ښارکې د حاجي رحمت ګل په کورکې رامنحته شوه.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ دغه کورنى د کور د تودولو اود خوړو د پخولو لپاره له ګازو استفاده کوله چې چاودنه وشوه .
ښځې اوماشومان هم په ټپيانوکې شامل دي.
په ګرديزښارکې د پکتيا د مرکزي روغتون يو مسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې د دغې پېښې د ٤ ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
د ګازود ډبې دچاودنې له امله کور په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
د دغې کورنى ګاونډيان وايي چې دوى لاس په کار شول اوټول يې له خاورو وايستل اوروغتون ته يې ولېږډول .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته