خبرونهټولنه

په پکتيا کې  د تندر د لګيدو له امله يوه ښځه ووژل شوه

– کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر

په پکتيا کې د تندر دلګیدو له امله يوه ښځه ووژل شوه.

دغه مېرمن پرون ناوخته په سيد کرم ولسوالۍ کې په خپل کور کې د تندر د لګیدو له امله ووژل شوه.

د پکتيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي نثار احمد نجات له باختر آژانس سره په اړيکه کې د تندر د لګېدو په پيښه کې د دغې ميرمنې وژل کېدل تاييد کړ.

په پکتيا کې اورښتونو او سيلاوونو د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ خلکو ته زیات مالي زيانونه هم اړولي دي.

د دغو سېلاوونو له ا مله د استوګنې په لسګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او عامه ملکيتونه هم  وېجاړ شوي دي

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته