اقتصاد

په پکتيا کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي

ګردېز/ د لړم ۲۶ مه/ باختر
د پکتیا د ګردېز اوسېدونکي وايي چې د هوا په سړېدو سره په دغه ښار کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی د باختر اژانس له سیمه ييز خبریال سره په مرکه کې ویلي چې کرونا، قرنطین او د سون توکو د بیو لوړوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي:
((پکتیا هم ډېر یخ ولایت دی، ډېر خلک مو بې چاره او ناتوانه دي، په ښارکې د لرګیو یوخروار په اووه او اوونیم زره افغانۍ، ګاز یو کیلو په پنځه پنځوس او شپیته افغانۍ، د برق بیل هم لوړ، د ډبرو سکاره هم په ډېر لوړ قیمت پلورل کېږي.))
دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې د سون توکو بیې کنټرول کړي.
په ورته وخت کې د ګردېز ښار د ډبرو سکرو پلورونکی حامد افغان، د مایع ګاز پلورونکی راز محمد زاهوال او د لرګیو پلورونکی بیرګټ دروېش وايي چې په لویو لارو کې ترې طالبان، زورواکي او دولت پیسې اخلي، نو دوی هم اړ کېږي چې د توکو بیې لوړې کړي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په ګمرکونو او لويو لارو کې دې د بې ځایه پیسو اخيستل بند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا په سړېدو سره نه یوازې په پکتیا، بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته