خبرونهاقتصاد

په پکتيا کې د شاتو توليدات زيات شوي دي

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د پکتيا د کرنې او اوبولګولو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سږکال د شاتو توليدات نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلي دي.
د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د څارويو د روغتيا آمر باختر آژانس ته وويل چې د پکتيا په کچه د شاتو مچيو د روزنې ۴۵۰ فارمونه شته چې له دغو فارمونو څخه سږکال نږدې ٩٠٠ټنه شات ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې د شاتو مچيو د روزنې په ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو مچيو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې صندوقونه شته.
هغه زياته کړه چې په پکتيا کې ډول ډول شات توليدېږي چې ډېر مهمې شونشوبي، لاچي، سپيرکي او سنځلي دي.
هغه دغه راز وويل چې د شاتو مچيو پر روزونکو د درملو وېشل او هغوى ته د روزنې ورکول هغه کارونه وو چې د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د شاتو مچيو روزونکو ته وړاندې کړي دي.
بايد وويل شي چې پکتپا د شاتو مچيو د روزنې لپاره مناسبه هوا لري.
ختم-ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته