ټولنه

لسګونوکورنيو ته د څښاک اوبه برابره شوه

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
په ميدان وردګو کې د اوبو رسونې د يوې شبکې په جوړولو سره لسګونوکورنيو ته د څښاک اوبه برابره شوه.
دغه شبکه د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د دوه ميليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت ميدان ښار ته څېرمه جوړه کړې ده .
د ميدان وردګو د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر اژانس ته وويل چې د دغې شبکې په جوړولو سره څه ناڅه دوه سوه کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ.
د سيمې خلک د دغې شبکې له جوړولو خوشحاله دي او وايي زيات کلونه له غير روغتيايي اوبو څخه د استفادې په دليل په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته