روغتیا

په پکتيا کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

ګرديز/ باختر دسلواغې لومړۍ
د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د پوليو واکسين کمپاين نن په پکتيا ولايت کې پيل شو .
  د پکتيا ولايت  د عامې روغتيا رييس  ګل احمد شاه لکڼوال باختر آژانس ته وويل چې په دغه کمپاين کې له پنځه کلنى څخه ښکته ۳۳۰ زره تنه ماشومان واکسين کيږي .
ده وويل چې د واکسين د تطبيق په خاطر روغتيايي کارکوونکي موظف دي چې هر کور ته لاړ شي .
ده د ديني عالمانو، قومي مشرانو او له مدني فعالانو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له دوى سره همکاري وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا