کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو په ننګرهارکې له څه دپاسه ٢٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستوکې اوړه، غوړي او وريجې شته.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې په مومند درې او دُربابا ولسواليو کې پر ٢٢٠ بې وزلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه قول اردو وايي چې د هېواد په ختيځ کې له اړو کورنيو سره د دوى د مرستو بهير دوام لري.
ختم – ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ