امنیت

په پکتيا کې د ډار اچوونکو دوه ډلې ونيول شوې

ګرديز باختر د مرغومې ٢٦ مه
د پکتيا ولايت په لجي منګل ولسوالۍ کې د غلو او انسان تښتونکو دوه ډلې ونيول شوې.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې،تېره شپه ملي پوليسو او د ملي امنيت مسوولينو د لجه منګل ولسوالۍ د ډوډې په سيمه کې د غلو او انسان تښتوونکو دوه ډلې نيولي دي.
هغه وايي چې نيول شويو ډلو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دا مهال تر نورو پوښتنو لاندې دي.پاى- وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته